د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۱ - ۱۴:۱۷
123

ننگرهار

د ننګرهار ولایت  شېرزادو ولسوالۍ څو تنو با احساسه او علم دوسته ځوانانو، په خپل شخصي لګښت (۶۶ زره افغانیو په ارزښت) د طوطو عالي لېسې زده کوونکو لپاره لس پایې کمپیوټرونه مرسته وکړه.
د یاد ولايت پوهنې رياست مشرتابه د دغو با احساسه ځوانانو ستاينه وکړه.

پروان

د پروان ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په دیني مدراسو کې د ۱۴۵ استادانو د ګمارلو په موخه، د آزادې سیالۍ په ترڅ کې، له ۲۷۰ تنو (نارینه او ښځینه) وړ نوماندانو څخه آزموینه واخیسته.

کنړ

د کنړ ولایت پوهنې ریاست وایي: د یاد ولایت دیني مدارسو لپاره د نویو استادانو د ګمارلو لپاره ۹۰۰ بستونه ځانګړي شوي دي، چې د یادو بستونو وېش او تطبیق په تړاو، د دیني مدارسو له مسئولینو سره بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

کابل

د کابل ښار پوهنې ریاست د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې، د یاد ښارعالي لېسو په ۷۰۳ تنو فارغانو شهادتنامې ووېشلې.
د یاد رياست د ښووني او روزني آمر، فارغانو ته د مبارکۍ ورکولو پر مهال، له هغوى وغوښتل چي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۴۱
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا د پوهنې وزارت

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د لومړي لاټ قرارداد، د ۵ میلیونه، ۴۷۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۳۴
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا (د پوهنې وزارت)

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د دویم لاټ قرارداد، د ۱۳ میلیونه، ۸۴۱. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

BACK TO NEWS