د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه
بلخ
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د افغان-ترک ښوونځيو د ساینسي علومو نندارتون، د یاد ولایت د مرستيال والي، د پوهنې رياست مشرتابه او د افغان-ترک ښوونځيو د مسئولينو په حضور کې پرانیستل شو.
په یاد نندارتون کې څه د پاسه ۱۵۰ ډوله علمي پروژې لکه: زیرک روباټونه، کمپيوټري پروګرامونه او د يادې لېسې د زده کوونکو لاسي صنایع نندارې ته کېښودل شول.
د بلخ پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهید خېل او نورو ويناوالو د دغه ډول نندارتونونو جوړول د زده کوونکو د استعدادونو او هېواد د پرمختګ لپاره مهم وبلل.
هلمند
د پوهنې وزارت له لوري په دې وروستیو کې د هلمند ولایت پوهنې ریاست ته ۱۶۵۳۲ ټوکه کتابونه او درسي مواد استولي، تر څو د یاد ولایت د دیني مدارسو زده کوونکو ته د لاسرسي وړ وګرځي.
بلخ او دایکنډي
په بلخ او دایکنډي ولایتونو کې د پوهنې رياستونو له لوري په اوبو او صابون د لاسونو مينځلو نړيواله ورځ ولمانځل شوه، په ورته مهال زده کوونکو ته د کولمو چنجیو ټابليټونو وېش هم پیل شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې مسئولینو او د یادو ولایتونو د عامې روغتیا او کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاستونو استازو هر یو د خپلو ویناوو په ترڅ کې، پاکوالی د اسلام د مبارک دین له بنسټیزو برخو څخه وباله او د پاکوالي په برخه کې یې زده کوونکي او ماشومان و هڅول.
ننګرهار
د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست د ښوونکو د ۱۷ خالي بستونو د ډکولو په موخه، له ۷۵ تنو نوماندانو څخه رقابتي آزموینه واخیسته.
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د یاد ولایت الینګار ولسوالۍ د نورلام درې اړوند، د جامعة السلامیة حنفیة مدرسې د زده کوونکو څلور نیم میاشتنيو آزموینو د پایلو اعلان په مراسمو کې ګډون وکړ او پر هغو یې درسي مواد هم ووېشل.
