د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لنډ خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۰:۴۷
dfh

هلمند
د هلمند ولايت پوهني رياست د یوې ډله ییزې آزمويني په ترڅ کي، له ۶۵۸ تنو نوماندانو څخه آزموينه واخيسته، تر څو  د یاد ولايت په مرکز او ولسواليو اړوند دیني مدارسو کې وړ کسان د استادانو په توګه و ګمارل شي.

بلخ
د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل د یاد ولایت د جهادي مدرسې د څلور نیم میاشتنیو آزموینو څخه څارنه وکړه.
نوموړي په ياده مدرسه کې د آزموينو پر روڼتيا ټينګار وکړ او مسئولينو، استادانو او زده کوونکو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.

هرات
د هرات ولایت پوهنې ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د سلطان غیاث الدین غوري لېسې د زده کوونکو په منځ کې د ښاروالۍ کمېټه جوړه او خپل فعالیت یې پیل کړ.
د هرات پوهنې رئیس ډاډ ورکړ چې د یادې کمېټې د فعالیتونو په پیلېدو سره به د ښوونځیو د چاپېریال ساتنې او پاکوالي په برخه کې ښه والی رامنځ ته شي.

غزني
د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني او ورسره مل پلاوي، تېره ورځ د یاد ولایت د جهادي مدرسې له څلورنیم میاشتنیو آزمونیو څخه د څارنې پر مهال، د یادې دیني مدرسې شته ستونزې وڅېړلې او د حل ژمنه یې وکړه.

لوګر
د لوګر پوهنې ریاست د بدني روزنې مدېریت د یاد ولایت د ۱۲ دولتي او خصوصي عالي لېسو د کرېکټ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل کړې، چې موخه یې د ښوونځیو د غوره لوبډلو ټاکل دي.
په پای کې د لوګر پوهنې ریاست له لوري پر یو شمېر لوبغاړو ستاینلیکونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS