د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۰:۲۸
سیبلا

نیمروز

د هېواد په ګرمو سیمو کې د نوي تعلیمي کال د پیل په مناسبت، د نیمروز ولایت پوهنې ریاست د ښوونې او رونې آمر، د یاد ولایت د خصوصي ښوونځیو له مسئولینو وغوښتل، چې د نوي ښوونیز کال په پیل سره د ښوونځیو د جوازونو ستونزې هوارې او د پوهنې وزارت د کړنلارې مطابق خپل ښوونیز فعالیتونه پیل کړي.

پنجشېر

په دې وروستيو کې امير ارسلان د پنجشېر ولايت د حصه اول ولسوالۍ د پوهنې آمر په توګه وټاکل شو او د یاد ولايت د پوهنې رئيس مولوي غلام ایشان حماس له لوري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

غزني

دغزني ولايت پوهنې ریاست او ګډې ولايتي کمېټې په یاد ولايت کې دخصوصي ښوونځيو او کورسونو فعالیتونه وڅېړل او د ښوونیزو بنسټونو مسئولينو ته يې د لازمو سپارښتنو ترڅنګ، د یوشمېر کورسونو فعالیتونه د هغوی د ځینو سرغړونو له امله وځنډول.

ننګرهار

د ننګرهار ولایت پوهنې ریاست له ۶۷ تنو مېرمنو څخه د آزاد رقابت ډله ییزه آزموینه واخیسته.

د دوی له ډلې هغه چې معیاري نمرې ترلاسه کړي، د یاد ولایت په خصوصي ښځینه مدارسو که به د اداري او خدماتي کارکوونکو په توګه وګمارلې شي.

د یو بل خبر له مخې:

د IOM مرستندویه بنسټ د ننګرهار ولایت په مهمنددرې ولسوالۍ کې د خټک لومړني ښوونځي د ودانۍ لپاره شاوخوا ۲۰۰ متره دېوال او د څښاک د اوبو ذخیرې جوړې کړې او ژمنه یې وکړه چې د یاد ښوونځي د اداري خونو کړکیو شیشې به هم نصب کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۰
Background image

وضاحت:

د پوهنې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د هغې خپرې شوی ویډیو حقیقت جدي تعقیب کړ چې پکې یو طالب‌العلم د خپل استاد له لوري وهل کېږي.
 معلومات ښيي چې دغه پېښه، د تېر ۱۴۰۴ کال په حوت میاشت کې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۲
Background image

په بادغیس کې ۳۰ ښوونځیو ته د لمریزې برېښنا برابرولو چارې پیل او څلور نور ترمیم شول

د بادغیس ولایت مرکز سربېره په قادس، مقر، آب‌کمري، بالامرغاب او جوند ولسوالیو کې د ۳۰ ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو چارې پیل شوې دي.
په ورته مهال، د یاد ولایت په مقر، قادس او آب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۴۰
Background image

په غزني کې د یوې مدرسې نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند نجـم‌العلوم للبنات مدرسې نوې ودانۍ، چې څه موده مخکې د یو جریب ځمکې پر سر د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې وې، بشپړه او د یوې. . .

BACK TO NEWS