د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۶:۱۵
12

 پکتیا

 د پکتیا ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد د شهید منصور، امام غزالي، سهاک له مدارسو او لیوانو منځني ښوونځي له اداري او تدریسي فعالیتونو څخه لیدنه وکړه او د ښوونیزو چارو د لا ښه والي په موخه یې اړوندو مدېرانو ته لازمې لارښوونې او مشورې وکړې.

 بلخ

 د بلخ ولايت د انافي مؤسسې استازي د ياد ولايت له پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهيد خېل سره په کتنه کې د يو شمېر ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د درسي موادو د مرستې او په ياد ولايت کې د پوهنې رياست اړوند دوو نورو مهمو پروژو د پلي کېدو خبر ورکړ.

 د بلخ ولایت پوهنې رئیس له مرستندویه بنسټونو سره د ياد ریاست د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 د یو بل خبر له مخې،

  د بلخ ولايت پوهنې رئيس د لوړو زده کړو وزارت د کانکور آزموينې د ملي کمېټې له مرستيال شيخ رحيم الله سره وکتل.

 ياد ولايت ته ورغلي پلاوي د خپل سفر موخه، د کانکور آزموينې د پروسې پيل وباله او د دې ملي پروسې په پلي کولو کې يې د پوهنې له رياست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 د بلخ پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال، د همکارۍ ژمنه وکړه.

 کابل

 د کابل ښار پوهنې ریاست د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ياد ښار د بېلابېلو ښوونځیو د دولسمو ټولګيو پر ۵۰۷  تنوفارغانو شهادت نامې و وېشلې.

 د ياد ښار پوهنې رئیس حافظ عبدالباسط حقاني د شهادت نامې د وېش د بهیر په اړه معلومات ورکړل او له فارغانو یې وغوښتل، چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره د خپلو هېوادوالو خدمت وکړي.

 لوګر

 د لوګر پوهنې ریاست د آزادې سیالۍ آزموينې په لاره اچولو سره، له سلګونو وړ کسانو څخه د ښوونکو آزموینه واخیسته.

 په پلان کې ده چې له دې جملې  يې ۸۲ تنه هغه کسان چې معياري نمرې ترلاسه کړي ، د ياد ولایت په دیني مدارسو کې د ښوونکو په توګه وګمارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS