د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څو لنډو خبرونو ته کتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۹:۵۹
سشیب

 سمنګان:
 د سمنګان ولايت د علماوو شورا رئيس او غړو د دغه ولايت د پوهنې  له رئيس الحاج مولوي نصرت الله فيضاني او يو شمېر مسوولينو سره وکتل.
 د ياد ولايت د علماو شورا رئيس مولوي محراب الدين د هېواد د بچيانو په اسلامي او هېوادنۍ روحيه د زده کړې ارزښت او په دې برخه کې د ديني عالمانو پر مسؤليت خبرې وکړې.
 له بلې خوا د سمنګان ولايت د پوهنې رئیس هم په دې اړه خبرې وکړې او له عالمانو يې وغوښتل چې خلک زده کړو ته وهڅوي او خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.

 تخار:
 د تخار ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي حزب الله مبشر د یو کاري سفر په ترڅ کې کلفګان ولسوالۍ ته ولاړ او د دې ولسوالۍ د پوهنې وضعیت یې وڅېړه.

  کابل:
 د کابل ښار د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د پوهنې دوست  یوه هېوادوال په مالي مرسته د کابل ښار د تاجور سلطان، ناصر خسرو، وزیر اکبر خان او نادریه لېسو د اوبو څاګانې و کیندل شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
 
 له همدې رياست څخه په يو بل خبر کې ويل شوي، چې د کابل د پوهنې رياست د کنفرانسونو په تالار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دغه ښار د ښوونځيو څه باندې ١٢٠٠ تنو فارغانو ته په انفرادي ډول شهادت نامې ووېشل شوې.

 همدارنګه
 د هغو نوماندانو د ګمارنې پروسه چې پخوا د ازادې سیالۍ له بهیره تېر شوي او په ریزرف کې وو،  روانه ده او په تېره یوه اوونۍ کې د ياد رياست په مربوطاتو کې لسګونه کسان د ښوونکو، مامورينو او خدماتي کارکوونکو په توګه ګمارل شوي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۷
Background image

په ښوونیزو مراکزو کې د نویو زده کوونکو د جذب او نوم لیکنې په اړه د پوهنې وزارت اعلامیه

بسم‌اﷲ الرحمن الرحیم
اَلحَمدُلِلّهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ وَالصَّلَوةُ وَالسَّلامُ عَلَی سَیِّدِالمُرسَلِینَ وَ عَلَی آلِهِ وَأَصحَابِهِ أَجْمَعِیْنَ
درنو هېوادوالو راځئ! چې نوی ښوونیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۳
Background image

په بادغیس ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د هېواد د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو ۲۱۰ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده کړو څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۲۱
Background image

د سرپل ولایت عام ولس لخوا پوهنې سره له ۱۹ میلیونه افغانیو څخه زیاته مرسته شوې

د سرپل ولایت پوهنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي؛ د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د یاد ولایت خلکو، د سیمې مشرانو او تعلیمي شوراګانو په ټولیز ډول ۱۹ میلیونه ۱۶۴ زره ۸۵۱ افغانۍ د پوهنې له. . .

BACK TO NEWS