د ولایتونو اړوند پوهنې ریاستونو کړنو ته لنډه کتنه
 
              لوګر
د پوهنې په برخه کې یوې همکارې مؤسسې، د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د ۴ ښوونځیو لپاره د څښاک پاکو اوبو څاګانې برابرې کړې.
د لوګر پوهنې رياست مسئولينو د یادې مؤسسې  څخه د مننې ترڅنګ وویل: دغه څاه ګانې د لمريزې برېښنا په سولرونو او د اوبو په زېرمو سمبالې دي.
نورستان
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې پلاوي نورستان ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د پوهنې له رئیس مولوي تاج محمد مطمئن سره په لیدنه کې نورستان ولایت ته د خپل سفر موخه، د پوهنې ریاست د مرکزي څانګو د کارونو او فعالیتونو څخه څارنه او ارزونه وبلله.
پنجشېر
د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست د دیني زده کړو په آمریت کې د ۱۶۱ استادانو د ګمارنې لپاره ډله ییزه آزموینه واخیستل شوه.
د پنجشېر پوهنې رئیس او يو شمېر نورو مسئولينو د یادې آزموينې بهير وڅېړه او د موضوع په باب يې د خبرو په ترڅ کې، په دې پروسه کې په شفافيت او د عدالت په تامين ټينګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې د یادو بستونو له ډلې نیم یې د ښځینه استادانو لپاره ځانګړي شوي دي.
کاپیسا
د کاپيسا ولايت حصه اول ولسوالۍ د پوهنې آمریت، د سږ کال کانکور په آزموينه کې بريالي زده کوونکي د يوې لويې غونډې په ترڅ کې وستايل. 
د يادې ولسوالۍ پوهنې آمر، زده کوونکو او د هغوى کورنيو ته د مبارکۍ ترڅنګ، د لوړو زده کړو په لاره کې د هغوی په بريا خوښي څرګنده کړه.
هلمند
په دې وروستيو کې مولوي عبدالله محسن د هلمند ولايت پوهنې رياست د کيفيت تضمين مدېر په توګه وګمارل شو، چې د ياد رياست د مشرتابه له لوري د پوهنې رياست اړوند همکارانو ته ور وپېژندل شو او رسماً يې په کار پيل وکړ.
 
