د هېواد په ۵ ولایتونو کې د آزمویښتي معیاري آزموینو بهیر بشپړ شو
د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو د کمېسیون د پرېکړې له مخې، د هېواد په پینځو ولایتونو (خوست، غزني، بلخ، هرات او پروان) کې له درې- درې ښوونځیو څخه د اسلامي ښوونې-روزنې، ریاضي، بیولوژي او تاریخ مضمونونو کې آزمویښتي معیاري آزموینه واخیستل شوه؛ چې یو-یو ښوونځی د ولایتونو له مرکزونو څخه او دوه-دوه ښوونځي د یادو ولایتونو له دوو ولسوالیو څخه غوره شوي وو.
د مسئولینو په وینا، له دې آزموینو څخه یې موخه د لېسې دورې سوالونو له بانک څخه په استفادې، د هېواد په کچه د آزموینو معیاري کول او د رسمي ښوونځیو د زده کوونکو د تعلیمي کچې له خصوصي ښوونځیو سره پرتله کول وو.
د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق په غزني، د معياري آزموينو رئيس مولوي شمس الرحمن حماس په هرات، د اساسي او ثانوي زده کړو رئيس مفتي محمد يوسف ثاقب په پروان، د څارنې او ارزونې رئیس مولوي غلام ربي رباني په بلخ او د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي حبیب الله آخندزاده په خوست ولایتونو کې د یادې آزموینې له بهیر څخه څارنه وکړه.
د يادو ښوونځيو مسئولينو د پوهنې وزارت د پلاوي له ورتګ هرکلى وکړ او د زده کوونکو د علمي پوهې لوړولو په موخه يې د پوهنې وزارت دغه اقدام وستايه.
