د هېواد په تودو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځيو کلنۍ آزموینې پیل شوې
د پوهنې وزارت د ښوونیزې لایحې له مخې، هر کال د هېواد په تودو سیمو او ولایتونو کې نوی تعلیمي کال، د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د راتلونکي کال غویي میاشتې تر پایه پورې دوام کوي، چې اوسمهال د روان ۱۴۰۴ ښوونیز کال د یادو ولایتونو د ښوونځیو کلنۍ ازموینې د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
همدارنګه د همدغو ولایتونو د پوهنې ریاستونو لخوا د ځانګړو پلانونو او پروګرامونو سره سم، د یاد ریاستونو مسئولین او نور چارواکي په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته لاړل او د ازموینو له پرمختګ او چمتووالی څخه یې له نږدې کنټرول او څارنه ترسره کړه.
د ولایتونو پوهنې رئیسانو او چارواکو د پورته ذکر شویو ادارو له مدیرانو او ښوونکو سره وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې په دغو ازموینو کې بشپړه روڼتیا او عدالت تامین کړي.
په ورته مهال، چارواکو له زدهکوونکو څخه هم وغوښتل چې د ازموینې مهالوېش په پام کې ونیسي او په ټاکل شوي وخت کې خپلو ازموینو ته حاضر شي.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په تودو سیمو او ولایتونو کې د صنفي اصولو دورې ازموینې د غویي په ۱۵مه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۱مې پورې یې دوام وکړ.
