د هېواد له ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه
نورستان:
د نورستان د پوهنې ریاست مشرتابه پلاوي د پوهنې له وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا سره د هغه په دفتر کې وکتل.
د دې ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د نورستان ولایت د پوهنې وضعیت یې د پوهنې وزارت له وزیر سره شریک کړ او د پوهنې وزرات د رهبري پلاوي له پاملرنې څخه یې مننه وکړه.
له بلې خوا الحاج حبیب الله آغا د ښاغلي مطمین د هلو ځلو او ښو کارونو د ستاینې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د نورستان د پوهنې په برخه کې ټولې شته ستونزې به د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکې کړي، ترڅو دغه خنډونه په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
جوزجان:
د جوزجان ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي: په دې وروستيو کې د دغه ولايت د ښوونځيو د زده کوونکو لپاره ٥١٣ زره او ٢١٥ ټوکه کتابونه رسېدلي دي.
کندهار:
د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مسلکي پروګرامونو پلاوي د کندهار ولايت د پوهنې له رئيس الحاج مولوي فخرالدين نقشبندي سره د ليدنې پر مهال د کندهار ولايت د پوهنې له رياست سره د لا زياتې همغږۍ په موخه پر مهمو کاري مسايلو خبرې وکړې.
هرات:
د هرات ولايت د پوهنې رئيس مولوي عبدالله اميني د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ له رئيس مولوي نعيم الحق حقاني سره وکتل او د دغه ولايت د پوهنې او فرهنګي پروګرامونو په اړه يې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ژمنه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست به د پوهنې ریاست سره د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره مرسته کوي.
کندز:
د غونډې په ترڅ کې د کندز ولایت د پوهنې ریاست رهبري د اداري چارو د ښه والي او د دغه ریاست د اړوندو څانګو او د پوهنیزو برخو د ستونزو د حل په موخه خبرې وکړې او د تعلیمي څارنې له آمرینو څخه یې وغوښتل چې د ټولو هغو مکتبونو ځواب دې پر وخت سره راولېږي، چې د پوهنې ریاست له خوا دوی ته استول کیږي.
