د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې لنډ خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۰:۱۰
asdfg

نورستان:
د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د دغه ولایت د نورو ادارو له نورو رئیسانو یو ځای د هېواد په ختیځ زون کې د یونما دفتر له رئیس ښاغلي عناتولي سره وکتل، چې هر یو د خپلې ادارې اړوند وړاندیزونه یې ورته وویلې او په دې برخه کې يې د مرستو غوښتنه وکړه
چې په پای کې د یونما د دفتر ریس د يادو شويو ستونزو د حل په موخه یې د مرستو ژمنه وکړه.
په یوه بل خبر کې:
د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین له معین مولوي عبدالخالق صادق سره په کتنه کې د نورستان ولایت د پوهنې رئیس مولوي تاج محمد مطمین د دغه ولایت د پوهنې د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او خپلې پرمختایي طرحې یې هم ورسره شریکې کړې.
خوست:
د خوست ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې د ادارې د دریمې ربعې غونډه د دغه ولایت د مقام د استازو د پوهنې ریاست د مسوولینو او نورو سیمه ییزو ادارو په ګډون جوړه شوه.
 په دې غونډه کې ګډونوالو په ټولنه کې د علم او پوهې پر ارزښت او د دې ادارې د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او پرېکړه وشوه، چې له بېلابېلو لارو په ځانګړې توګه د منبرونو او ملا امامانو له لارې به خلکو ته د سواد زده کړې پر ارزښت خبري وشي
هرات:
دحبيب يار خيريه بنسټ له خوا د هرات ولايت په مرکز کې د ښوونځيو په ٤٨٨ تنو کارکوونکو د خوراکي توکو دوه زره بستې د پوهنې د رئيس او مشرتابه، د ولايت مقام د استازو او نورو دولتي ادارو په شتون کې ووېشل شوې.
کابل:
د کابل ولایت د قرباغ ولسوالۍ د پوهنې آمر مولوي امین الله حیدري د دې ولسوالۍ د دولتي ښوونځیو او مدارسو له ملازمانو، معتمدینو او کارکوونکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې د دوی هڅې وستایلې او د خدمت په برخه کې یې ورته د لا زیاتو بریاوو دعا وکړه.
په دې کتنه کې له دوی څخه وغوښتل شول چې د ښوونځیو د تعمیراتو او تجهیزاتو په ساتلو، د یاد بنسټونو د چاپېریال په پاکوالي او د خپلو ښوونځیو او مدارسو د شنو ځایونو په ساتلو کې له ډېر دقت څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پیل شو

د هيواد په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو مسئولینو، د افغانستان اسـ،ـلامي امـ،ـارت د کابینې د یو شمېر غړو، مېلمنو، علماء کرامو، استادانو، ښوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS