د هېواد د دینی مدارسو د مشترک امتحان د خامسه درجې، آزموينې پايلې اعلان شوې

media-moe
جمعه ۱۴۰۳/۲/۱۴ - ۱۰:۳۰
32

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت او لوړو زده کړو وزارتونو ګډې کمېټې، د هېواد په کچه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ددینی مدارسو د فاضلانو او طالبانو لپاره د خامسه، عالمیه او عالیه درجو لپاره آزموینه واخیسته.

د استادانو او علماوو د علمي پلاوي تر ارزونې وروسته د خامسه درجې ۱۲۴۱۶ تنو ګډون والو له جملې څخه ۶۹۵۰ تنو یې معیاري نمرې ترلاسه کړې، چې د بریالیو نوماندانو پایلې د اړوندو ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته استول شوې دي.

په پام کې ده، هغه ط/البان چې په آزموینه کې بریالي شوي، کولای شي، چې خپلې پایلې به د اړوندو ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه ترلاسه کړي.

د پوهنې وزارت د خپلې تګلارې په رڼا کې، د هېواد بچیانو لپاره متوازنو ښوونیزو او روزنیز چوپړونو وړاندې کولو ته ژمن دی او له ټولو هېوادوالو غواړي، تر څو خپل ماشومان مدارسو او ښوونځیو ته واستوي.

د يادونې وړ ده، چې د عالیې او عالمیې درجو پایلې به د لوړو زده کړو محترم وزارت له لورې اعلان کړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS