د هېواد د دیني مدارسو د زده کوونکو د سویې د تثبیت په موخه متفرقه آزموینه واخیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۵
15

په ټول هېواد کې د دیني مدارسو د زده کوونکو د سویې د تثبیت آزموینه د کابل ولایت امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په دارالعلوم کې په ډله ییز ډول واخیستل شوه.

د یادې آزموینې د پیل په مراسمو کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د یاد وزارت یو شمېر مسئولینو، د آزموینو ملي ادارې استازي مولوي عرفان الله او یو شمېر استادانو هم حضور درلود.

مسئولينو د يادې آزموينې له بهير څخه د څارنې په ترڅ کې، ګډون والو ته په یاد بهیر کې د پوره روڼتیا ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د هېواد په کچه په بېلا بېلو ولایتونو کې د مدارسو او دارالعلومونو له ۱۳زره زده کوونکو څخه د سویې د تثبیت په موخه آزموینه اخیستل شوې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS