د هېوادوالو د مادي او معنوي ملاتړ په دوام، دا ځل د لوګر ولایت شریفو خلکو له پوهنیز نظام سره مرسته وکړه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۰:۴۵
12

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د قلعه بشیر په کلي کې د پوهنې د یو تن ملاتړ شخصیت لخوا د ۷۵۰ زره افغانیو په لګښت ۳ جرېبه ځمکه د یوې دیني مدرسې جوړولو په موخه وقف وشوه.

د لوګر پوهنې ریاست مسئولین وايي، د خلکو او ملي سوداګرو په مالي مرسته به ډېر ژر د دغې دیني مدرسې ودانیزې چارې پیل شي.

د پوهنې وزارت رهبري، د پوهنې په برخه کې د خلکو، په ځانګړې توګه د لوګر ولایت شریفو خلکو له مالي مرستو قدرداني کوي او د خلکو دغه ملاتړ یې د هېواد د پوهنیز نظام په پیاوړتیا کې یو له اغېزناکو عناصرو څخه وباله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS