د هیواد خپلواکۍ سلمې کلیزې په مناسبت د زده کوونکو تر مینځ د فوتبال سیالۍ ترسره شوي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۴ - ۱۰:۱۵
د هیواد خپلواکۍ سلمې کلیزې په مناسبت د زده کوونکو تر مینځ د فوتبال سیالۍ ترسره شوي

دپوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست په نوښت د هیواد خپلواکۍ سلمې کلیزې په مناسبت د غازي امان الله خان تر نوم لاندې فوټبال سیالۍ د نوموړي ولایت د ښوونځیو د زده کونکو تر مینځ تر سره شوي.
په یادو لوبو کې د پکتیا ولایت د مرکز اړوند بیلابیلو ښوونځيو ۵۲ لوبډلو ګډون کړی وو، چې بلاخره د عبدالحۍ ګردیزي او تجربوي عالي لېسو تر منځ پای لوبه ترسره شوه، چې په پایلوبه کې د تجربوی عالي لیسې لومړي مقام تر لاسه کړ.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوي وه، د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي وویل: مونږ ځان مسؤل ګڼو چې زده کوونکو ته د غوره درسي چاپیریال رامنځته کولو سربیره ورته د سپورت اسانتیاوې هم برابرې کړو، د فوټبال سیالیو تر څنګ په همدې ویاړلي نوم غازي امان الله خان د کرکټ لوبې هم پای لوبې ته نږدې دي.
د یادولو وړ ده چې دغه سیالۍ د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د غازي امان الله خان تر نامه لاندې ترتیب شوې وې چې شاخوا ۱۸ ورځې یې دوام وکړ او د مرکز اړوند بیلابیلو ښوونځيو ۵۲ لوبډلو په کې ګډون کړې وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS