د هیواد  د دیني مدارسو  مشترکه کلنۍ ازموینه پای ته ورسیده

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۷ - ۱۱:۲۷
د هیواد  د دیني مدارسو  مشترکه کلنۍ ازموینه پای ته ورسیده

 د هیواد د دیني مدارسو مشترکه کلنۍ ازموینه پای ته ورسیده، دغه ازموینه چې د تیرې شنبې په ورځ د هیواد په ۳۴ولایاتو او په دارالهجرت کې د مهاجرو هیوادوالو په مدارسو کې پیل شوې وه، د هیواد په داخل کې( ۹۴۶۶) تنو  او د دارالهجرت د مدارسو( ۱۴۲۶)تنو نارینه او ښځینه زده کوونکو پکې برخه درلوده. 
په یاده  ازموینه کې د شاملو مضامینو د پوښتنو پاڼې د هیواد د سترو شیوخو او علماء کرامو له لوري جوړې شوې وې، چې له دې جملې څخه د بخاري شریف د مضمون د پوښتنو پاڼه د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده  صاحب له لوري ترتیب شوې وه.
د یادونې وړ ده، چې دغه ازموینه  له زیاتو کلونو را په دې خوا د هیواد  په  داخل او دارالهجرت کې د مهاجرو هیوادوالو د  مدارسو له زده کوونکو څخه اخیستل کېږي. په تیرو کلونو کې دغه پروسه د اسلامي امارت د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو د کمېسیون تر اشراف لاندې سرته رسیدله  او سږ کال دپوهنې وزارت له لوري ترسره شوه. د سږ ۱۴۴۳هـ ق کال لپاره یاده ازموینه  یوازې په عالیه درجه(وړه دوره ) او عالمیه درجه(لویه دوره /د حدیثو دوره) کې واخیستل شوه، تیر کلونه په پنځو درجو کې اخیستل کېده. په یاده ازموینه کې کې د لویې دورې او  وړې دورې شپږ، شپږ مضامین شامل وو.
د یادې ازموینې د نظارت لپاره دپوهنې وزارت  له لوري  د یاد وزارت د دارالعلومونو ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدوس صاحب په مشري  هیئت استول شوی وو او په دې برسیره د هیواد دپوهنې ولایتي رئیسانو او داسلامي تعلیماتو د آمریت آمرانو هم د یادې پروسې نظارت کاوه . 
له نېکه مرغه  د ازموینې بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسید، د ازموینې مسئولینو، څارونکو او  زده کوونکود ازموینې  له پروسې څخه ښه خاطره درلوده،د ازموینې نظم او ډسپلین   زیات د پاملرنې وړ وو، د ازموینې یاد بهیر د هیواد د رسنیو او مطبوعاتو له لوري هم په پراخه کچه منعکس شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS