د هوفیان شریف د خلکو شورا له يوه ښوونځي سره مرسته وکړه
پوهنې وزارت، پروان: د پروان ولایت چاریکار ښار اړوند د نجونو او هلکانو د ښوونځیو مسوولینو او زده کوونکو سره د هوفیان شریف د خلکو شورا لخوا د یو میلیون افغانیو په ارزښت مرستې وشوې.
په هغه غونډه کې چې په دې اړه جوړه شوې وه ، د هوفیان شریف د خلکو شورا رئيس محمد سالم هوفیاني د کلي د شورا جوړښت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د نن ورځې په مرستو کې درسي کتابونه، قرطاسیه ، د زده کوونکو یونیفورم، کرمچ او د ښوونځي نور اړین توکي شامل دي چې د هوفیان شریف کلي اوسیدونکو او قومي مشرانو لخوا اخیستل شوي او د ښوونځي چارواکو ته سپارل شوي
د پروان والي ډګرجنرال فضل الدین عیار د هوفیان شریف کلي د خلکو شورا له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: دغه مرستې باید د ښوونځیو د اړتیاو پر اساس د پوهنې ریاست سره په همغږۍ کې وویشل شي.
نوموړي د کلي په ښوونځیو کې ښوونکو ته د شورا د مرستو پر دوام هم ټینګار وکړ.
وروسته د پروان ولایت پوهنې رئيس عبدالظهور حکیم په د هوفیان شریف د کلی شورا له مرستو مننه وکړه او د مرستو پر دوام يې ټینګار وکړ.
د پوهنې رئیس ژمنه وکړه چې په دغه کلي کې به د ښوونځیو وضعیت ته پاملرنه کوي او د پوهنې برخه کې د خنډونو، ستونزو او ننګونې حل به د هغه کاري لومړیتوبونو کي وي.
