د همکارو مؤسسو له استازو سره د غزني ولایت د پوهني ریاست رهبري ناسته
دغه ناسته د پوهنې د رئیس مولوي محمد منیر منصور تر رهبري لاندي د رئیس په کاري دفتر کې تر سره شوه.
په دې ناسته کې ښاغلي مولوي محمد عمر وثیق د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال، د انسجام او همغږۍ آمر او د پلان لوي مدیر هم ګډون درلود.
په پیل کې د قرآنکريم تر تلاوت وروسته مولوي محمد منیر منصور د پوهنې رئیس ګډونوالو ته د دغه غونډې د جوړیدلو موخه بیان کړه او ویې ویل، چې هيڅ یوه مؤسسه د پوهنې وزارت له اجازې او له هغه سره د هوکړه لیک له لاسلیک پرته نشي کولای؛ په دغه ولایت کې د پوهنې په برخه کې فعالیت وکړي.
هغه همدارنګه وویل چې جواز لرونکی مؤسسې هم باید خپل فعاليتونه له پوهنې ریاست سره په همغږي تر سره کړي.
ورپسې د مؤسسو مسؤلینو د پوهنې ریاست له رهبري سره د خپلو ستونزو د شریکولو په ترڅ کې؛ هغوئ ته ژمنه ورکړه، چې خپل ټول فعالیتونه به له پوهنې ریاست سره په همغږي مخته وړي.
په پای کې ښاغلي مولوي محمد منیر منصور د پوهنې رئيس هغوئ ته اطمنان ورکړ، چې ستونزي به یې له پوهنې وزارت سره شريکې کړي.
