د هلمند پوهنې ریاست له لوري د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شوه
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند پوهنې ریاست اړوند د روغتیا مدیریت له لوري او د یونسیف موسیسې په همکارۍ د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
د لاس مینځلو په جوړه شوې غونډه کي د هلمند پوهنې رئیس محمد داود شاه صفاری، د عامي روغتیا او حج او اوقافو ریاست استازو، د بي ټو ون ښوونځۍ اداري شورا غړو، ښوونکو او زده کوونکو پکې برخه درلوده.
د غونډې په پېل کې د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د پوهنې وزارت سرپرستې وزیرې آغلې رنګینه حمیدي پیغام ولوست او تر څنګ یې د لاس مینځلو په اړه بیلابیلي سپارښتني وکړې.
ښاغلي صفاري د زده کوونکو غوښتل چې د لاس مینځل دې د دود په څیر تر خپلو کورنیو او ټولني پوري ورسوي تر څو د لاس مینځلو لړۍ تر هر هلمندي وګړي پوري ورسیږي.
د هلمند پوهنې رئیس د لاس مینځلو تر څنګ د پولیو، فولیک اسید او البیندازول په برخه کې د عامه پوهاوي غوښتنه وکړه تر څو راتلونکی نسل د پرتو بدبختیو څخه په امن کې پاتي شي.
همدارنګه د عامي روغتیا ریاست استازي صدیق الله قانع وویل چي د لاس مینځل دي ټول زده کوونکي د دود په شکل وکاروي تر څو په ورځني ژوند کې د ناروغیو څخه وژغورل شي.
قانع همداراز وویل چي د ډوډۍ له خوړلو مخکي او وروسته د تشناب څخه تر وتلو وروسته په ورځني ژوند کي په بیلابیلو وختونو کې لاسونه په اوبو او صابون ومینځي.
د یادوني وړ ده چي هلمند کي د پوهنې ریاست د روغتیا مدیریت له لوري هر کال د لاس مینځلو نړیواله ورځ لمانځل کیږي.
