د هلمند پوهنې ریاست ته یو شمیر درسي توکۍ ورکړل شول
د پوهنې وزارت، هلمند: دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکې لیکوالي پلوشې عمري له لوري د هلمند پوهنې ریاست ته یو شمیر درسي توکۍ ورکړل شول.
لیکواله پلوشه عمري چي د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکې ده څه موده وړاندې یې د پوهنې وزارت د سواد زده کړي معینیت څخه د یادې ولسوالۍ لپاره قرطاسیه، سپینې تختې، بستې او یو شمیر د سواد زده کړي کتابونه ترلاسه کړي وو چې د یو شمیر تهدیدونو وروسته ونه توانیدل چي په یاده ولسوالۍ کي د سواد زده کړي کورسونه د انجونو پر مخ پرانیزي.
لیکواله پلوشه عمري زیاتوي چي یاد توکي د هلمند پوهنې ریاست ته په دې موخه سپاري ترڅو د مرکز په شمول د نورو ولسوالیو زده کوونکي د یادو توکو څخه ګټه واخلي.
د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د اغلي پلوشه عمري کړنې ستائي او زیاتوي چې هر وګړی باید په خپل توان سره هڅه وکړي تر څو د ماشومانو لپاره د زده کړې زمینه برابره کړي.
ښاغلي صفاري ډاډ ورکړ چي د پلوشه عمري لخوا ورته ورکړل شوي درسی توکۍ به د ولسوالیو د ماشومانو د زده کړي په موخه په کار واچوي.
