د هلمند ولایت ښوونکو ته د ازمایښتي کانکور د پوهاوي یو ورځني سیمینار جوړ شو
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اړوند ۴۱ تنه ښوونکو ته د ازمایښتي کانکور د پوهاوي په برخه کي د هلمند پوهنتون لخوا یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د سیمینار ګډون کوونکي به وروسته په ښوونځيو کي هغه زده کوونکو ته معلومات ورکړي چي په آزمایښتي کانکور آزموینه کي برخه اخلي او د عمومي کانکور لپاره تیاری نیسي.
دغه ۴۱ تنه ښوونکي چي له دې ډلې ۱۸ تنه ښوونکي اناث دي د پوهنې ریاست په چوکاټ کي د ازمایښتې کانکور لپاره زده کوونکو سره خپل بشپړ معلومات شریک کړي ترڅو هغه زده کوونکي چي په دې وروستیو کي د عمومي کانکور لپاره ازمویني ورکوي معلومات تر لاسه کړي او عمومي کانکور کي د ګډون وروسته د خپل خوښي پوهنځۍ ته لار پیدا کړي.
د یادوني وړ ده ، چي د هر کال د ازمایښتي کانکور ازموینه د هلمند پوهنې ریاست له لوري اخستل کیږي.
