د هلمند ولایت د پوهنې ریاست نوی رئیس د خپل ریاست همکارانو ته ور وپېژندل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۳ - ۱۰:۶
د هلمند ولایت د پوهنې ریاست نوی رئیس د خپل ریاست همکارانو ته ور وپېژندل شو

 محترم مولوي محمدعوض انصاري صاحب چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخندزاده صاحب  د (۴/۷/۱۴۴۳هـ ق) نېټې د (۲۱۴) ګڼه  فرمان په اساس، د هلمند ولایت د پوهنې ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی وو، د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله « منیر» صاحب له لوري د خپل ریاست همکارانو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ور وپېژندل شو.
محترم وزیر صاحب  د ښاغلي انصاري صاحب د معرفي په مراسمو کې د خپلو څرګندونه په ترڅ کې د هلمند ولایت د پوهنې ریاست د پخواني رئیس محترم مولوي عبدالباري شهاب صاحب خدمتونه وستایل او نوي رئیس محترم مولوي انصاري صاحب ته یې له الله تعالی څخه په ور سپارل شوي مسئولیت کې د توفیق غوښتنه وکړه .
د یادونې وړ ده، چې محترم مولوي انصاري صاحب کلونه،کلونه  د اسلامي امارت د تعلیمي کمیسیون په چوکاټ کې ارزښتناک خدمتونه سرته رسولي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست کې "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ ترسره شو

د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو ورځنی ورکشاپ، د بادغیس ولایت پوهنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۳:۴۰
Background image

په کاپيسا ولايت کې د يوې دينې مدرسې جوړولو لپاره ۸ بسوې ځمکه وپېرل شوه

د کاپيسا ولايت حصه دوم کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکو د علمي وضعيت ښه والي، د طلابو لپاره اسانتياوو برابرولو او د تعليمي فضا پراخوالي په موخه، د "عبدالله بن عمر (رضی الله عنه)" د مدرسې. . .

BACK TO NEWS