د هلمند ولایت د نوآباد ښوونځۍ ۵۶۵ تنه زده کوونکو ته قرطاسیه وویشل شوه
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست اړوند د نوآباد ښوونځۍ ۵۶۵ تنه ښځینه او نارینه زده کوونکو ته د (IRC)همکاري موسسې له لوري قرطاسیه وویشل شوه .
د (IRC)موسسې مسؤلین وایي چي یادو زده کوونکو ته د لیک او رسم کتابچې، پنسل پاک، پنسل تراش، رنګه قلم، سلایډ تختې، د اوبو بوتل، تباشیر، پنسل، خط کش او بستې ورکول کیږي، چي په دې سره به نور ماشومان هم زده کړو ته وهڅول شي.
د نواباد ښوونځي ښوونکو او زده کوونکو د قرطاسیې په ترلاسه کولو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چي د هلمند پوهنې رئیس په یاده برخه کي نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي دي او مننه ترې کوو.
د یادوني وړ ده چي تر دې وړاندي همدې ښوونځي ته د بیلابیلو موسسو لخوا قرطاسیه ورکول شوې ده.
