د هلمند د پوهنې ریاست فوټبال لوبډلې د ټول هیواد په کچه دوهم مقام خپل کړی
د پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند ولایت د پوهنې ریاست فوټبال لوبډلې د ټول هیواد په کچه د فوټبال سیالیو کې چي د قهرمانانو اتلولۍ په نوم په لار اچول شوي وې د دې ولایت د پوهنې ریاست لوبډلې پکې دوهم مقام خپل کړی .
په هغه غونډه کې په همدې په ویاړ غونډه جوړه شوي وه ، د پوهنې رییس محمد داود شاه صفاری له لوري و لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکول شوې.
صفاري د دې بریا د تر لاسه کولو په پار لوبغالو ته مډالونه، لباسونه، توپونه او بوټونه ډالۍ کړل او زیاته يې کړه چي د ټول هیواد په کچه د فوټبال دا ستره لاسته راوړنه یوازي د پوهنې ریاست نه بلکي د ټول هلمند لپاره د ویاړ او افتخار ځای دی.
صفاري همداراز وویل هغه کسان چي ورزش کوي روغ او سالم صحت لري نسبت هغو کسانو ته چي ورزش نه کوي.
نوموړي لوبغاړو ته ډاډ ورکړ چي د پوهنې ریاست رهبري به تل د دوی تر څنګ وي او ملاتړ به يې کوي.
