د هرات ولایت پوهنې آمرینو او مدیرانو لپاره مسلکي سیمینار پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۸
dfhdf

د "ارزیابي تازه فورمونو په هکله د کړنلارې لارښود" تر سرلیک لاندې یو ورځنی مسلکي سیمینار د هرات ولایت پوهنې ریاست د پروګرامونو چارواکو، د ولسوالیو پوهنې آمرینو او علمي غړو لپاره جوړ شو.
د پرانیستې په مراسمو کې، د هرات پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې آمر او سرپرست محترم مفتي نعمت‌الله معتصم د مدیرانو او کارکوونکو د مسلکي مهارتونو په ښه کولو کې د سیمینارونو پیل اغېزمن وباله او د ارزیابۍ تازه فورمونو د کړنلارې لارښوود په اړه یې دغه ډول پروګرامونه خورا مهم وګڼل.
نوموړي د نوې کړنلارې او ارزونې فورمو د ډکولو د طریقې جزئیات تشرېح کړل او زیاته یې کړه چې د دغه سیسټم پلي کولو موخه د ارزونې پروسې معیاري کول، د بشري سرچینو مدیریت پیاوړی کول او د ښوونکو او پوهنې کارکوونکو د فعالیتونو اسانه تعقیبول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر کې له راستنېدونکو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو د زده‌کړې کچې معلومولو په موخه له ۵۶ تنوڅخه ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې ګډونوال به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۷
Background image

د پوهنې وزارت پلاوي په بدخشان کې د څارنې او ارزونې له بهیر څخه کتنه وکړه

د پوهنې وزارت د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د کیفیت تضمین معینیت پلاوي په ملتیا د څارنې، ارزونې او راپور ورکولو د بهیر ارزونې، شته ستونزو معلومولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو د څو خبرونو لنډیز

سمنګان
د سمنګان ولایت مرکز اړوند ایبک لېسې سره د سیمې خلکو لخوا ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.

ننګرهار
د پوهنې‌دوستو کسانو لخوا د شینواري ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د ۸۰ زره افغانیو په لګښت. . .

BACK TO NEWS