د هرات ولایت د ښوونځیو شوراګانو غړو لپاره د عامه پوهاوي ورکشاپ ترسره شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۱:۴۹
6262

د هرات ولایت مرکزپه شمول د غوریان او پښتون زرغون ولسوالیو د پوهنې اړوند د ښوونځیو شوراګانو ۲۲۵ تنو غړو لپاره دوه ورځنی د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو.
د دغو پروګرامونو د جوړېدو موخه د ښوونځیو د شوراګانو د غړو پوهاوي کچې لوړول دي، تر څو په ښوونځیو کې د ښوونیز او روزنیز کیفیت په ښه کېدو کې مرسته وشي.
د یادونې وړ ده چې پورته ذکر شوي ورکشاپونه د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري، د یو همکار بنسټ په ملاتړ ترسره شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS