د نيمروز ولايت د ښوونځيو ممتاز زده کوونکي د ياد ولايت د مشرتابه له خوا وستایل شول
د نیمروز ولایت د والي شیخ محمد قاسم خالد، د پوهنې رئيس، علماوو او فرهنګيانو له لوري، د ياد ولایت د مرکز زرنج ښار اړوندو ښوونځیو د ممتازو زده کوونکو شانداره او د هغوی د ستاينې مراسم تر سره شول.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د یاد ولایت د پوهنې رئیس د غونډې ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او ممتازو زده کوونکو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ، د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د یاد ولایت والي هم په ټولنه کې د پوهنې پر رول او ارزښت خبرې وکړې، نوموړي د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو زده کړه اړینه وبلله او هغوی یې لوړو زده کړو ته وهڅول.
همدارنګه نوموړي د ښوونځيو له مسئولينو او ښوونکو وغوښتل، چې ځوانان په اسلامي روحيه وروزي.
دغه راز د نيمروز والي د پوهنې ریاست مشرتابه ته هم ډاډ ورکړ، چې د ياد ریاست له پلانونو او پروګرامونو ملاتړ کوي او د عملي کېدو په برخه کې ورسره همکاري کوي.
مراسم په ممتازو زده کوونکو د ستاینلیکونو په وېشلو او د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.
