د ننګرهار پوهنې ریاست اړوندښځینه ښوونځیو کې د ښځو پروړاندی د تاوتریخوالي مخنیوي کمپاین پېل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۱۵:۲۷
دننګرهار پوهنې ریاست اړوندښځینه ښوونځیو کې د ښځو پروړاندی دتاوتریخوالي مخنیوي کمپاین پېل شو

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د ننګرهار پوهنې ریاست لخوا د ښځو پروړاندی دتاوتریخوالي مخنیوي کمپاین پېل شو.
ددغه شپاړس ورځني کمپاین د پېل په مراسمو کې چې د جلال اباد ښار په الایي لېسه کې جوړ شوي وو د پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات دپوهنې ریاست له لورې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي د مخنیوي په اړه دترسره شویو کړنو په اړه معلومات ورکړل وه یې ویل پوهنې ریاست په ښوونځیو او ادارو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه ځانګړې کمېټه جوړه کړې چې مشري یې هم دیوې میرمنې په غاړه ده . هغه وویل دپوهنې ریاست ټولو اړوندو ادارو ته رسما خبر ورکړی چې ددې کمېټې سره دښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې مرسته وکړي.
دپوهنې ریاست مرستیال وویل ښوونکي د زده کوونکو معنوي پلرونه او میندې دي او دیوې کورنۍ په څیر دي چې دتاوتریخوالي د رامنځته کیدو شونتیا یې نه لیدل کیږي.هغه ښوونکو او زده کوونکو ته ډاډ ورکړ چې پوهنې ریاست مشرتابه یی دحقونو دخوندیتوب ملاتړی دی.
بیا په ختیزو ولایتونو یې د میرمنو دحقونو د خوندیتوپ لپاره د مشارکت په نوم د مرستندویه ادارې مشرې میرمن مریم ذاهد په خپلو خبرو کې د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره دپوهنې ریاست دترسره شویو کړنو له امله د پوهنې ریاست له مشرتابه مننه وکړه او دغه اداره یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دمخنیوي په برخه کې د نورو په پرتله پیشقدمه وبلله .
اغلې مریم ذاهد وویل دښځو پر وړاندې دتاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې به دپوهنې له ریاست سره ګډ کار ته دوام ورکړي او له تخنیکي پلوه به یې ملاتړ کوي.
بیا د یادې ادارې له لورې چمتو شوی مالوماتي پرزینتیشن هم برخه والو ته وړاندې شو. په دې مراسمو کې د ښځو چارو ریاست او دیو شمیر مدني ټولنو ښځېنه استازو هم برخه درلوده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۳
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز سیمینار پیل شو

د پوهنې یو همکار بنسټ په ملاتړ، د پکتیکا ولایت سرروضې ولسوالۍ ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو ۸ ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
په دغه سیمینار کې ۲۰ تنه ښوونکي د یادې ولسوالۍ له بېلابېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د هرات ولایت پوهنې کارکوونکو لپاره "د اداري پروسو ساده کولو " په اړه ورکشاپ جوړ شو

د چارو اداري لوی ریاست له لوري، د اداري پروسو ساده کولو د پلانونو د تشرېح کولو او د پوهنې کارکوونکو ته د نويو اداري مېتودونو سره د بلدتیا لپاره، "د اداري پروسو ساده کولو " په نوم یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۹
Background image

پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره د ۶۲۰ زره افغانیو مالي مرسته وشوه

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار د زاهو سیمې اوسېدونکو له فاروقیه دیني مدرسې سره ۶۲۰ زره افغانۍ مالي مرسته کړې ده. 
د پوهنې مسئولینو په وینا، په دې پیسو سره د یادې مدرسې لپاره ۱۴ تشنابونه. . .

BACK TO NEWS