د ننګرهار پوهنې ریاست او یونسیف ادارې له لورې د نجونو د حقونو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۰:۳۷
د ننګرهار پوهنې ریاست او یونسیف ادارې له لورې د نجونو د حقونو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه دیونسیف ادارې په مرسته جوړه شوي وه د ننګرهار سربیره د کونړ، نورستان او لغمان پوهنې ریسانو او یو شمیر نجونو زده کوونکو برخه اخیستې وه .

لومړی د ولسمشر سلاکار او ننګرهار والي ضیا الحق امر خیل خبرې وکړې ویې ویل نجونې ډیر بنسټیز حقونه لري چې د ژوند کولو، زده کړې او روغتیا حق یې خورا مهم دي. د ننګرهار والي وویل افغان حکومت د نجونو د دغو حقونو د برابرولو او ورکړې لپاره ژمن دی.

د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري خبرې وکړې ویې ویل: پوهنې ریاست هڅه کړې چې د نجونو د زده کړو په برخه کې ملي ستراتیژې ګام پر ګام پلې کړي. پوهنې رییس وویل د نجونو د ښوونځیو لپاره د ښځینه مدیرانو ګومارنه، د ښځینه ښوونکو د بسټونو لپآره د نارینه ښوونکو نه ګومارنه، د نجونو د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو ته لومړیتوب ورکول، په لرې پرتو سیموکې د نجونو لپاره تر څوارلسم ټولګي پورې د زده کړو زمینو برابرول او همدارنګه د هغوی د ظرفیتونو لوړولو ته ځانګړې پاملرنه کولو هغه څه دي چې پوهنې ریاست د نجونو دزده کړې لپاره د جوړې شوې ستراتیژۍ له مخې تر سره کړي دي. پوهنې ریس دغه راز د یونیسف او نورو مرستندویه ادارو نه مننه وکړه چې له پوهنیز بهیر سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کوي.

ورپسې په ختیزو ولایتونو کې د یونیسف ادارې مشر سیف الدین نمیر خبرې وکړې ویې ویل: د جګړو له امله لاهم په لرې پرتو سیمو کې نجونې له ستونزو سره مخ دي .هغه وویل هڅه به وکړي چې خپل فعالیتونه محرومو سیمو او هغه نجونو ته ورسوي چې لا هم زده کړو ته لاسرسی نه لري.

بیا د ننګرهار عامې روغتیا رییس ډاکتر نصیر احمد دوراني، د نورستان ولایت پوهنې ریس، دوه تنه نجونو زده کوونکو او څو تنو نورو د موضوع په تړاو خبرې وکړې. د مراسموپه پای کې په سږني کانکور کې د ولایت په کچه د لوړو نمرو اخیستونکو یو هلک او یوې نجلی برابرې شوې ډالۍ د ننګرهار والی، پوهنې ریس او نورو مشرانو له لورې ورکول شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS