د ننګرهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه
د اسلامیک رلیف موسسې رئیس رحمت الله خوګیاڼي د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې له آمر سره د ښوونې او روزنې د وضعیت په تړاو خبرې وکړې او په دغه ولایت کې یې د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ۲۰ بابه ټولګیو د جوړولو اعلان وکړ.
د ننګرهار د ښوونې او روزنې آمر د یادې ادارې د دغه اقدام هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.
د افغان ماشومانو لپاره آلمان موسسې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د بي بي زینب په لېسې کې د کمپیوټر خونه فعاله کړه.
دغه کمپيوټر خونه ۱۱ کمپيوټر پایې، ميزونه، څوکۍ او نور ضروري لوازم لري.
د دغه ولايت د پوهنې رياست د يادې موسسې د دوامدارو مرستو له امله مننه وکړه او د يادې لېسې له ښوونکو او زده کوونکو يې وغوښتل، چې د عصري علومو په تدريس کې له دغو اسانتياوو څخه ډېره ګټه پورته کړي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست چارواکي وايي: د افغان ماشومانو لپاره د آلمان موسسې د دې ولایت د مرکز اړوند د بي بي زینب لېسې او یو شمېر نورو ښوونځیو سره له ۴۰ تنو ښځینه ښوونکو او کارکوونکو سره د یوې غونډې په ترڅ کې نغدي مرسته وکړه.
د جلال آباد ښار د پوهنې آمر د یادې ادارې له مرستو څخه مننه وکړه او د پوهنې ریاست سره یې د دې موسسې د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
د ننګرهار د پوهنې په ریاست کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د علمي سویې په برخه کې د کانکور ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شو.
د دې ریاست د مسوولینو په وینا: هغه مجاهدین چې د جهاد له لیکو سره د یو ځای کیدو له امله له درس او تدریس څخه پاتې شوي، په دې ازموینه کې به ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې د یادې شوي ازموینې پروسه د روان کال د می میاشتې په ۲۵ نېټه ترسره شي.
د ننګرهار ولایت د پچیراګام مرکزي لېسې لپاره مرستندویه موسسې ۲۵ تشنابونه او د څښاک او د پاکو اوبو یوه زېرمه جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار ولايت د پچيراګام د پوهنې رياست مسوولينو له يادې ادارې څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه: د دغو دوو پروژو په جوړېدو سره به د دې سيمې د ٣٥٠٠ زده کوونکو ستونزې هوارې شوې دي.
