د ننګرهار د پوهنې ریاست تشکیلاتي ستونزې به تر یوې هر اړخیزه څېړنې وروسته هوارې شي
د پوهنې وزارت_ننګرهار: د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو ریس ډاکتر عطا الله واحدیار په مشری یو پلاوي د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست اړوند د تدریسی اوتشکیلاتي ستونزو د هواروه ولو په موخه د یاد ولایت د پوهنې ریاست له مشرتابه سره ګډه کاري ناسته تر سره کړه.
په پېل کې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال اول ګل ابوذاهد راغلي پلاوي ته په تدریسي او تشکیلاتي برخه کې بشپړ معلومات وړاندې کړل او دغه راز یې په تشکیلاتي برخه کې د هغه ستوتزو یادونه هم وکړه چې دا مهال د پوهنې ریاست ورسره مخامخ دی. د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال له راغلي پلاوي هیله وکړه چې د ننګرهار د جغرافیایي موقعیت او نفوسو په نظر کې نیولو سره په تشکیلاتي او نورو برخو کې د موجود ستونزو په هوارولو کې ګام پورته کړي.
د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو ریس ډاکتر عطا الله واحد یار په خپلو خبروکې وویل جلال اباد ته یې په دې موخه سفر کړی چې په تدریسي او تشکیلاتي برخه کې د پوهنې ریاست اړوند ستونزې وارزوي اوهم به ورسره راغلي تخنیکي ټیم اړوندو مسولینو ته لازمې لارښوونې وکړي.
ډاکتر عطا الله واحد یار وویل دوی به په دې سفر کې د ښوونکو او اداري کارکوونکو ستونزې هم واوري او همدارنګه به د جلال ابادښار له څو ښوونځیو هم لیدنه وکړي. او په پایله کې به وزارت مقام ته خپل راپور وړاندی کړي. هغه ډاډ ورکړ چې د دوی له لورې د نښه شویو ستونزو په هوارولو کې به مرسته وکړي.
د ډاکتر واحد یار په مشرۍ راغلي پلاوي د جلال اباد ښار د استقلال او نازو انا لېسو څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې روان تدریسي بهیر او دغه راز د ښوونځیو اړوند اسناد او ژورنالونه له نږدې ولیدل او لازمې سپارښتنې یې وکړې.
