د ننګرهار د شپږو لېسو تر منځ د کرکټ سیالي تر سره شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۳ - ۱۰:۴۰
moe

دکرکټ په دې سیالیو کې د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند د ننګرهار عالي لیسې، چکنورویو لیسې، فقرالله لیسې، شهید اشرف لیسې، سید سرور قادري لیسې او شیریندل لیسې ټیمونه برخه لری. 
ددې سیالیو د پېل په مراسمو، چې په جلال اباد کې د هستي ګل عابد په کرکټ اکاډمۍ کې جوړ شوي و د ننګرهار پوهنې ریس حسیب الله شینواري په خپلو خبرو کې. وویل''سپورت د بدن پر سالمتیا سربیره دیو هیواد د غرور او سرلوړۍ نښه هم ده''. د پوهنې ریس د کرکټ له لوبغاړو وغوښتل چې له دې فرصت نه ګټه واخلي او ځوانان ورزش ته وهڅوي او پخپله هم د کرکټ د نورو وتلو لوبغاړو په څير وځلیږي. 
دپوهنې ریس همدارنګه له هغه ادارو مننه وکړه چې دکرکټ دې سیالیو ته یې زمینه برابره کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې د سیالي ګټونکی ټیم به په پلازمینه کابل کې د نورو ولایتونو له ګټونکوټیمونو سره سیالي کوي.
همدارنګه دغو لوبغاړو ته دکرکټ وسایل او همدارنګه شل تنو ښوونکو ته د کوچنګ زو ورځنې روزنه د افغانستان د کرکټ بورډ د نولس کلنو ځوانانو روزونکي ریس احمدزی له لورې ورکړل شوه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS