د ننګرهار د زده کوونکو سره د ګرمو جامو مرسته وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۰:۳۴
د ننګرهار د زده کوونکو سره د ګرمو جامو مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د جلال اباد ښار اکمالاتي بېز د ښوونځیو د زده کوونکو سره دګرمو جامو مرسته وکړه.
په دې مرسته کې چې د افغان ځوانانو د مدني بهیر له لورې تر سره شوه ۲۵۰ تنو زده کونکو ته ژمني لباسونه ورکول شول.ددغه مدني بهیر مسولینو له نورو شتمنو هم وغوښتل چې ددوې په څېر د ژمي په دې سړه هوا کې له اړمنو زده کوونکو سره مرستې وکړي.
ننګرهار پوهنې ریاست پر دې باور دی چې له اړمنو زده کوونکو سره مرسته له ټول انسانیت سره مرسته ده او تر سره کوونکي به یې بې بدله نه پاتې کیږي. پوهنې ریاست مشرتابه د افغان ځوانانو د مدني بهیر له دې پر ځاې مرستې مننه کوي او د داډول نورو مدني بهیرونو او شتمنو شخصیتونو د مرستو لار څاري

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS