د ناروي د (Save the children) موسسې مشرې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین سره وکتل
د ناروي هیواد د (Save the children) موسسې مشرې آغلې نورا اینګ ډال (NORA INGDAL) او د افغانستان لپاره د یادې موسسې مسئول ښاغلي کریسټوفر نیمانډي(CHRISTOPHER NYMANDI) د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې له معین محترم الحاج مولوي سخاءالله سعید سره وکتل.
د ملاقات په پیل کې آغلې نورا (NORA) د خپلې موسسې فعالیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې یاده موسسه په ۱۹۷۶م کال کې تاسیس شوېده، د نړۍ په سلو(۱۰۰) هیوادونو کې د ماشونو د زده کړې، روغتیا او نورو بنسټيزو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې فعالیت کوي. د نوموړې په وینا، یاده موسسه په افغانستان کې د ماشومانو لپاره سیمه ایز درسي ټولګي(CBE) لري او په راتلونکي کې غواړي، چې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو، د ښوونکو د ظرفیتونو د لوړولو او ځينو نورو اړوندو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت مرستیال وزیر د یادې موسسې خیریه فعالیتونه وستایل او له آغلې نورا(NORA) څخه یې مننه وکړه، چې افغانستان یې نه دی هیر کړی او دلته یې خپل خیریه فعالیتونه جاري ساتلي دي. نوموړي زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت به د یادې موسسې ټولو خیریه فعالیتونو ته هر ډول لازمې اسانتیاوې برابروي.
