د میلاد النبی د مبارکې ورځې په مناسبت د پوهنی وزارت د سرپرست وزیر پیغام

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۷/۲۷ - ۸:۱۲
پیام وزارت معارف به مناسبت میلاد با سعادت نبی اکرم، حضرت محمد (ص)

خوشحاله یو چې د ۱۴۴۳هـ ق کال د ربیع الاول ۱۲مه چې د ۱۴۰۰ هـ ش کال د تلې میاشتې د ۲۷مې نیټې سره سمون  خوري، نړۍ ته د نجات ورکوونکي او د انسانیت ستر لارښود، حضرت محمدﷺ  د پیدائښت په مناسبت د پوهنې د لویې کورنۍ په استازیتوب خپلې نیکې هیلې او مبارکۍ ټولې اسلامي نړۍ، په ځانګړي توګه د افغانستان مسلمان ملت، ښوونکو او زده کوونکو ته وړاندې کوو.

د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمدﷺ  انساني ټولنې ته تر هرڅه وړاندې د علم، پوهې او تربیت پیغام راوړی،  لومړنۍ الهي وحی د (اقرأ) په مبارکې کلمې پیل شوه، او همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: انما بعثت معلما(زه د ښوونکي په توګه رالېږل شوی یم) او بل ځای فرمايي: انما بعثت لاتمم مکارم الاخلاق( زه د دې له پاره رالېږل شوی یم چې ښه خویونه بشپړ کړم) نو ځکه وېلی شو چې اسلام تر هر چا وړاندې د علم او اخلاقي تربیت  په ارزښت ټینګار کوي.

له همدې امله د دې مبارکې ورځې په مناسبت یو ځل بیا له خپل  ګران ملت  څخه غواړو چې د خپلو اولادونو په لېږلو سره  د پوهنې بڼ ته ښکلا ور وبښي،او همداراز د ښوونې وزارت له ټولو کارکوونکو او بیا په تېره ښوونکو څخه هيله لرو چې د نوي نسل د بریاليتوب او ښېرازۍ په موخه د ښوونې او روزنې په لاره کې پوره هڅې وکړې، او د خپل هیواد او هیوادوالو لپاره د ارزښتناکو خدماتو سرچینه شي.

په پاي کې له درنو هیوادوالو غوښتنه کوو:  راځئ دغه نیکمرغه ورځ د افغانستان د پرمختګ او زموږ په ګران هیواد کې د علم او پوهې د ودې لپاره په ذکرونو، او دعاګانو ولمانځو ترڅو په دې توګه مو د دغې مبارکې ورځې واقعي حق ادا کړی وي.

 

په درنښت

شیخ الحدیث والتفسیر نورالله منیر

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS