د میلادالنبی د ورځې په مناسبت د پوهنی وزارت سرپرستی پیغام
خوشحاله یم چي د نړۍ د نجات ورکوونکي او زموږ ستر رهبر ، حضرت محمدﷺ د زیږون په مناسبت د پوهنې د لویې کورنۍ په استازیتوب خپل غوره مبارکي او نیکې هیلې ټولې اسلامي ټولنې، په ځانګړي توګه د افغانستان مسلمان ملت ته وړاندې کوم.
د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمدﷺ ماموریت د انساني ټولنې لپاره له برکتونو او لارښودونو ډک دی او د دې سیارې په ژوند کې د بل تمدن پیل دی. حضرت محمدﷺ هغه څوک و چې انساني ټولنې یې صراط المستقیم ته بلنه ورکوله او د یوې داسې ټولنې بنسټ یې کېښود چې ورورولۍ او مساوات د ژوند اساس دی.
حضرت محمد مصطفیﷺ له نن څخه څوارلس سوه کاله دمخه په داسې وخت کې زیږیدلی وو کله چې ناپوهۍ خپل اوج ته رسیدلې وه، انجونې د ژوند کولو حق نه لدرلوده او ژوندي ښخول کیدلې او خلک په غلطو کارونو بوخت وو.
د اسلام سپېڅلي دین او د دې ستر پیغمبر وحی د نورو ښو لارښوونو سره سره د علم ستر اهمیت ته اشاره کړې، د قران عظيم الشان لومړۍ آيتونه چې حضرت محمد (ص) ته نازل شوي دي د زده کړې په هکله وو، د اسلام سپېڅلي دین په ښوونه او روزنه کې هیڅ محدودیت نه دی وضع کړۍ او په هر عمر کې، د جنسیت په پام کې نیولو پرته یې تعلیم پر ټولو فرض کړئ.
له همدې امله په دې مبارکه ورځ کې لازمه ده چې یو ځل بیا د تعلیم اهمیت د اسلام د دین له لیدلوري څخه په ګوته او زموږ له ګران ملت څخه وغواړو چې دې دیني او اسلامي اصل ته پاملرنه وکړي.
د قران کریم د آیتونو او احادیثو له مخې ټول مسلمانان مکلف دی چې د ښوونې او روزنې په برخه کی غفلت و نکړي او د هیواد د پرمختګ لپاره خپل ملي دین اداء کړي.
په درنښت
رنګینه حمیدې
