د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست له لوري د ا/مارت پېژندنې پایلې اعلان شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۲:۲۶
123

څه موده وړاندې د افغانستان.ا.ا. له پلانونو، پروګرامونو او موخو سره سم، د زده کوونکو او ځوانانو د پوهاوي او د هېواد د پرمختګ په موخه، د ښوونځیو د ۱۵۰۰ زده کوونکو ترمنځ د ا/مارت پېژندنې سیالۍ په لاره اچول شوې وې، چې د یادو سیالیو په پایله کې ۴۶ تنه زد ه کوونکي ګټونکي وپېژندل شول او د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست له لوري د کمپیوټرونو او موبایلونو په په ورکولو سره تقدیر شول.
په یادو مراسمو کې چې د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول، د میدان وردګ پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د هېواد ځوان نسل ته د اسلام او وطن پالنې په روحیه د زده کړو برابرولو په تړاو وویل: پر موږ لازمه ده، تر څو ځوانان او د هېواد راتلونکي نسلونه د افغانستان.ا.ا. له ټولو پرمختیایي پلانونو او پروګرامونو خبر او هغوی ته د اسلام او د وطن پالنې په روحیې سره روزنه ورکړو.
په غونډه کې يو شمېر ويناوالو، د هېواد د نوي نسل د پوهاوي په برخه کې د پوهنې د مسئولينو له یاد اقدام ستاينه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۹
Background image

په میدان وردګ کې له دوو ښوونځیو سره مرسته شوې

د میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ اړوند بادام‌سرکي لومړني ښوونځي او د حصه اول بهسودو ولسوالۍ د حسن مجتبی عالي لېسې له زده‌کوونکو او ښوونیز بهیر سره د یو شمېر پوهنې‌دوستو هېوادوالو له لوري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵
Background image

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست پلاوي غزني ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د نتایجو او شهادتنامو ریاست د رئیس محترم مولوي عبدالقدیم محمد آخندزاده په مشرۍ یوه پلاوي غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي میرنصیر احمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۴۱
Background image

د قرارداد د پرېکړې خبرتیا د پوهنې وزارت

د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د لومړي لاټ قرارداد، د ۵ میلیونه، ۴۷۰. . .

BACK TO NEWS