د میدان وردګ ولایت مرکزي مدرسه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۰:۲۸
۱۲۳

د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معین الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده صاحب له لوري د میدان وردګ ولایت مرکزي مدرسه د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
هغه مراسم  چې په همدې مناسبت د یادې مدرسې د غونډو په تالار کې جوړ شوي،پکې د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین او ځينو نورو ولایتي چارواکو ویناوې وکړې او د یادې مدرسې د تاسیس په اهدافو او اهمیت یې رڼا واچوله.
د اسلامي تعلیماتو معین په خپله وینا کې یادونه وکړه، چې ددې ډول علمي مراکزو پرانیستل د پوهنې وزارت په لومړیتوبونو کې دي او زیاته یې کړه، چې یاده مدرسه به هیودوالو ته ددیني زده کړو په ډګر کې معیاري او باکیفیته خدمات وړاندې کوي. غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس د کابل ولایت اړوند ښوونځیو له ودانیزو پروژو څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ اړوند خالد بن ولید او عبدالله بن عباس (رضی الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۵
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بغلان ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بغلان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له مسوولینو سره په یوه غونډه کې لیدنه او خبرې وکړې.
د غونډې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۶
Background image

په زابل کې د ۹ ښوونځیو او یوې اداري ودانۍ د ترمیم چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت لخوا په ۳ میلیونه افغانیو مالي لګښت سره د زابل ولایت پوهنې ریاست په مرکزي هسته کې د یوې اداري ودانۍ او د یاد ولایت اړوند ۹ ښوونځیو د ترمیم چارې پیل شوې.
د دغو پروژو موخه د. . .

BACK TO NEWS