د میدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه
پوهنې وزارت ، میدان وردګ: د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ کې د مسعود لومړني ښوونځي ته نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د اقرا برنامې له لوري جوړه شو”ې، چې ۶ ټولګي، یوه اداري خونه، د اوبو څاه، ۳ غرفې تشنابونه او نورې اړینې ښوونیزې اسانتیاوي لري چې په جوړیدو سره یې ۳۰۰ زده کوونکو ته د تعليم خوندې چاپیریال برابر شو.
د میدان وردګ ولایت پوهنې رئيس ډاکټر سعید محمد منصور د یادې ودانۍ په جوړیدو خوښي څرګنده کړه، له زده کوونکو او د سیمې له مشرانو یی وغوښتل چې د ودانۍ ساتلو ته جدې پاملرنه وکړي.
