د میدان وردګ د پوهنې کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۵ - ۹:۵۵
د میدان وردګ د پوهنې کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د پوهنې وزارت_میدان وردګ: د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوند د برنامو آمرینو، مدیرانو او ښاري آمريت مسؤلينو ته د جنسیت په نظر کي نیولو سره د پلان جوړونې یو ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ ګډونوالو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د پلان جوړونې په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
د میدان وردګ د پوهنې ریاست اداري مرستيال د خپلو خبرو پر مهال وویل ، چې د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د کارکوونکو وړتیا لوړول دي. هغه زیاته کړه، چې د خپل کلني کاري پلان له مخې د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو د وړتیاوو لوړولو او روزنې ته خاصه پاملرنه کړې ده.
د پوهنې ریاست مرستیال زیاته کړه :پلان او بریا سره تړلي دي او هر هغه کسان که وغواړي د ژوند په اوږدو کي د بریا چانس تر لاسه کړي نو لازمه ده چي یو منظم او منسجم پلان جوړ او خپل کارونه په سمه توګه پر مخ یوسي، همدارنګه یی د ورکشاپ د ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه ترڅو له دغه ډول رامنځته شوي فرصت ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS