د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ په پوهنې وزارت کې ولمانځل شوه.

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۱۸:۵۰
د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ په پوهنې وزارت کې ولمانځل شوه.

غونډه د قران شریف په تلاوت سره پیل شوه او وروسته له هغه د پوهنې وزارت سرپرستې میرمن رنګینې حمیدي د دې ورځې مبارکي د هیواد ټولو اتلانو او په ځانګړي ډول د پوهنې وزارت د محافظت قطعې ته وړاندې کړه او زیاته یې کړه تاسو د هیواد د خپلواکي او ملي حاکمیت ساتونکي یاست چې د تاریخ په زرینو پاڼو کې به ستاسو له سرښندو په میړانه یادونه کیږي.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین ډاکټر عطاالله واحدیار، د تضمین کیفیت معین ډاکټر سرادر محمد رحیمي او د منابع او ادارې معینې میرمن ویکټوریا غیوري په خپل وار د سرتېري ورځ د مبارکي ترڅنګ زیاته کړه تاسو خپل ژوند د خلکو د هوساینې او د هیواد د ګټو د خوندیتوب په پار قربانوئ، شپه او ورځ د ستونزو په ګاللو سره د هیواد په دفاع بوخت یاست تاسو د دې شعار(خدای، دنده او هیواد) ریښتینې معنا خلکو ته ور وپیژنده.

د وزارتونو د ساتنې قطعې قومندان سمونمل زمري نصرتي د سرتېرو په استازي توب د پوهنې وزرت له مشرتابه د دې ورځې د لمانځنې په پار مننه وکړه او زیاته یې کړه د هیواد او هیوادوالو ساتنه یې ایماني او وجداني دنده ده.

د غونډې په پای کې سرتېري د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري د مننلیکونو په ورکړې سره تشویق شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۴۰
Background image

د داوطلبۍ اعلان

د کابل ښار پوهنې ریاست د املاکو او ودانیو د ساتنې او مراقبت عمومي مدیریت د نقشې او اټکل له مخې،  د نهمې، یوولسمې او دیارلسمې تعلیمي حوزې اړوند د الفتح عالي لېسې ژوره څاه کیندلو، د بي بي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۲۹
Background image

په بامیان ولایت کې د مهارتونو د ودې اوحیاتي سواد زده‌کوونکو ته د تعلیمي وسایلو وېش پیل شو

د بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د حیاتي سواد د ۲۴ ټولګیو زده‌کوونکو لپاره د تعلیمي وسایلو د کڅوړو وېش رسماً پیل شو.
د دې نوښت موخه د زده‌کړې د کیفیت ښه‌والی او د زده‌کوونکو لپاره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۲۰
Background image

د سیرت‌النبي ﷺ د علمي سیالیو پایلې د کابل ښار په یوه ښوونځي کې اعلان شوې

د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د استاد محمد کریم کابلي عالي لېسې زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ علمي سیالۍ پایلې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
په دې سیالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ تنو. . .

BACK TO NEWS