د معیاري ازموینو ترسره کېدو په اړه له ولایتي پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۲۷
fcghg

د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او کفيل الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د متحدو او متمرکزو ازموینو په اړه عمومي معلومات وړاندې کړل او  له مسوولینو یې وغوښتل چې د دغه بهیر لا ښه تطبیق لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي.
وروسته د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معين او د یاد پلاوي رئیس الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د يو شان او معیاري ازموینو د ارزښت او اهمیت په اړه وینا وکړه.
همداراز، د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو او د ښوونيزو پایلو ارزونې رئیس مولوي شمس الرحمن حماس، په پوهنیز نظام کې د ازموینو معیاري کولو او د هغو د مخینې په اړه خبرې وکړې او د څلورنیم‌مياشتنيو ازموینو د تطبیق لارښود یې د ولایتونو او کابل ښار  له پوهنې رئیسانو سره شریک کړ.
ټاکل شوې ده چې څلورنیم‌مياشتنۍ ازموینې د لسمو ټولګیو د امارتي او خصوصي ښوونځیو لپاره د کابل ښار او د ۳۳ ولایتونو په مرکزونو کې په اسلامي ښوونه او روزنه، ریاضي، کیمیا او لومړۍ ژبه مضمونونو کې واخیستل شي.
همدارنګه، د کابل ښار د امارتي او خصوصي ښوونځیو د یوولسمو ټولګیو زده‌کوونکو څخه به د اسلامي ښوونه او روزنه، ریاضي، کیمیا، لومړۍ ژبه، جغرافیه او بیولوژي په شپږو مضمونونو کې ازموینې د یاد لارښود له مخې واخیستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۴
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار اړوند د پادخواب‌شانه کلي په پادخواب‌شانه لومړني ښوونځي کې د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
د یاد دېوال اوږدوالی به ۱۰۰ متره او لوړوالی به یې له ۳ مترو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۲
Background image

د هلمند ولایت له پوهنې ریاست سره د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو مرسته وشوه

ټاکل شوې ده، چې د هلمند ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې۷۷ زره او ۴۲۰ تنو زده‌کوونکو ته، ۳ زره او ۸۷۱ کڅوړې قرطاسیه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شي، کوم چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۱۸
Background image

د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د زابل ولایت پوهنې ریاست مهمې لاسته راوړنې

* د زابل ولایت په ښوونیزو بنسټونو کې د شرایطو وړ ۳۰ زره ماشومان جذب شوي دي.
* د یاد ولایت په کچه ۵۰ بابه نوي ښوونځي جوړ او تأسیس شوي دي.
* د ښوونځیو د شوراګانو او سیمه‌ییزو خلکو په. . .

BACK TO NEWS