د مشرانو جرګې دوه تنو سناتورانو د ننګرهار د پوهنې له ریس سره ګډه ناسته وکړه
د پوهنې وزارت_ننګرهار: د مشرانو جرګې د لوړوزده کړو، پوهنې، دینې او فرهنګي چارو کمیسیون ریس عبدالطیف نهضت یار او مینا شیرزاد چې جلال اباد ته پر یو کاري سفر راغلي د پوهنې له ریس حسیب الله شینواري سره دهغه په دفتر کې ناسته وکړه.
ددې ناستې پرمهال دپوهنې رییس لومړی له راغلو سناتورانو مننه وکړه چې دښوونیز بهیر د ستونزو او ننګونو داوریدو او له اړوندو مقاماتو سره یی د شریکولو ګام پورته کړی دی. بیا د پوهنې ریس راغلو سناتورانو ته په ننګرهار کې دروان ښوونیز بهیر لاسته راوړنو، ستونزو او ننګونو په اړه لازم معلومات وړاندی کړل.
راغلو سناتورانو په ننګرهار کې پر روان ښوونیز بهیر خوښي وښوده هغوی د ننګرهار پوهنې ریاست له لورې د نوو طرحو او برنامو د تطبیق ستاینه وکړه او د پوهنې ریس ته یې ډاډ ورکړ چې پوهنې وزارت له مشرتابه سره به د ننګرهار پوهنې ریاست اړوند ستونزې د حل په موخه شریکې کړي.
