د مرکز او ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه د ځینو خبرونو لنډیز

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۲۷
hd

- کابل

د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ بتخاک ښوونځي لپاره د۴۰ زره افغانیو په لګښت، د څښاک پاکو اوبو سیسټم د همدې ولسوالۍ د علم پروره شخصیت الحاج مهتاب الدین زارع په مالي مرسته جوړ شو.

- لوګر

د لوګر ولایت بره کي برک ولسوالۍ اړوند، د شاه ابوالفضل عالي لېسې ۹۰ غیر فعال مېزونه او څوکۍ د ۱۰ زره افغانیو په لګښت د ښوونکو او د ښوونځي ادارې لخوا ترمیم شوې.

- پکتیکا

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند د بالش لېسې لپاره د څښاک پاکو اوبو څاه کیندلو چارې، د ۹۰ زره افغانیو په لګښت د شاهد افغان لخوا چې د یاد ولایت یو له مشهورو شخصیتونو څخه دی، پیل شوې.

- د یاد ولایت څخه د یو بل خبر له مخې:

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست سره د یوې همکارې ادارې لخوا د صنفي اصولو د درسي کتابونو ټولټال ۹۱۱۰ سېټونه مرسته وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۰
Background image

د پکتیکا ولایت له ښوونځیو سره څه د پاسه ۱.۱ مېلیون افغانۍ مرسته شوې

د ۱۴۰۴ ښوونیز کال په جریان کې، د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوندو له ۳۰ بابه ښوونځیو سره د والدینو شوراګانو، سیمه‌ییزو سوداګرو، ځوانانو او نورو خیریه بنسټونو څخه ۱ مېلیون ۱۱۳ زره ۹۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

د کابل ولایت ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې او ترمیم پروژې بشپړې شوې

د کابل ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسوالیو د ۴ بابه ښوونځیو بیارغونې پروژې د پوهنې چارواکو په حضور کې بشپړې او بیاځلې پرانیستل شوې.
په یادو پروژو کې احاطوي‌دېوالونو جوړول، رنګول،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونکو مسلکي پراختیا غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ د ۲۴ ولسوالیو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۱۳۸ تنو علمي غړو لپاره ۹ ورځنی روزنیز سیمینار پیل کړ.
د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې،. . .

BACK TO NEWS