د لوګر ۶۶ ښوونځیو ته لابراتواري وسایل ورکړل شول

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۳:۵۱
د لوګر ۶۶ ښوونځیو ته لابراتواري وسایل ورکړل شول

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د مرکز او ولسوالیو ۶۶ ښوونځیو ته د لابراتواري څانګو د مجهزولو لپاره لابراتواري وسایل ورکړل شول.
یاد وسایل د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ ریاست له خوا ورکړل شول، چې شاوخوا ۱۱۶ زره افغانۍ ارزښت لري.
په دغو وسایلو کې د فزیک، کیمیا،ریاضي او بیولوژي په برخه کې تجربوي وسایل، لارښود کتابونه، ښوونیز چارټونه او میزونه شامل دي، چې هر ښوونځي ته د اړتیا وړ وسایل ورکړل شول.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي ،چې د روان ښوونیز کال په پیل کې یې د پوهنې له وزارته د نوموړو لابراتواري وسایلو د مرستې غوښتنې کړې وه.
د پوهنې رئیس زیاته کړه،چې یاد لابراتواري وسایل به د زده کوونکو لپاره په عملي زده کړو کې ډېره ګټه وکړي.
د یادونې وړده، چې د لوګر ولایت ۲۷۳ ښوونځي لري، چې په ۱۲۰ ښوونځیو کې یې د لابراتوار څانګې فعالې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS