د لوګر یوه ښوونځي ته ځمکه تثبیت شوه
پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر په مرکز پل علم کې د بي بي آمنې په نوم د نجونو یوې لېسې ته د ودانۍ جوړولو په مقصد شاوخوا دوه نیم جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه.
یاده ځمکه د پوهنې ریاست چارواکو تر ډېرو هلو ځلو وروسته د ښار جوړونې وزارت په تائید یادې لېسې ته ځانګړې شوې ده.
پر دغې ځمکې د احاطې دېوال د جوړولو لپاره یوه شتمن انجینر سید فرهاد اکبری د سلو زرو افغانیو د مرستې اعلان هم وکړ.
د بي بي آمنې د نجونو لېسه ۱۶ کاله مخکې تاسیس شوې ده، چې اوس مهال له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي ۲۸۰۰ زده کوونکې لري.
یادې لېسې ته په تېرو ۱۶ کلونو کې دوه بیلا بیلې ودانۍ جوړې شوي، چې دغه دواړه ودانۍ د شته زده کوونکو د ځایولو وړتیا نه لري.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل د یادې ځمکې د تثبیتولو پر مهال وویل، چې په دې ځمکې به په راتلونکي کال کې نوموړي ښوونځي ته یوه درې پوړېزه ودانۍ جوړه کړي.
د پوهنې رئیس د انجینر سید فرهاد اکبري له مرستې څخه مننه وکړه او د لوګر له وکیلانو او شتمنو څخه یې د یاد ښوونځي د احاطې دېوال د جوړولو په برخه کې د مرستې غوښتونکی شو.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم د محمدآغې ولسوالۍ د پوهنې آمریت ته ۳ جریبه دولتي ځمکه ځانګړې شوې ده.
