د لوګر یوه ښوونځي ته لابراتواري توکي ورکړل شول
پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د حاجي بهادر خان کوچي د هلکانو او نجونو منځني ښوونځي ته لابراتواري توکي ورکړل شول.
دغه توکي د پوهنې ریاست د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمریت له خوا ورکړل شول، چې شاوخوا ۴۷ زره افغانۍ ارزښت لري.
په ورکړل شویو توکو کې د لابراتوار ۱۵۲ قلمه وسایل او توکي شامل دي، چې زده کوونکو ته د عملي زده کړو په ورښودلو کې به ترې کار واخېستل شي.
دا مهال د حاجي بهادر خان کوچي په ښوونځي د ۱۰۰ نجونو زده کوونکو په ګډون شاوخوا ۴۷۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یادې مرستې د سپارلو پر مهال وویل، چې دغې مرستې د یاد ښوونځي د لابراتواري وسایلو د نشتون ستونزه هواره کړه.
د یادونې وړده، چې د ښوونځیو په لابراتوارونو کې د ساینسي او ریاضي مضمونونو هغه تجربې په عملي ډول زده کوونکو ته ورښودل کېږي، چې هغوی د ښوونځیو په کتابونو کې لوستې وي.
