د لوګر ښوونځیو ته د لابراتواري توکو مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۱۲:۳۷
د لوګر ښوونځیو ته د لابراتواري توکو مرسته وشوه

پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ته د عملي زده کړو د زمینې برابرولو په مقصد د لابراتواري توکو مرسته وشوه. 
یاده مرسته د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ ریاست کړې ده، چې شاوخوا ۱۱۶ زره افغانۍ ارزښت لري. 
په دغه مرسته کې ۲۳ قلمه لابراتواري توکي، ۵۰۰ ټوکه د ساینسي مضمونونو د تجربوي زده کړو لارښود کتابونه او ۳۰ لوی میزونه شامل دي.
یاده مرسته په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د ساینسي مضمونونو په برخه کې د عملي زده کړو زمینې برابرولو په موخه شوې ده. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال پر یادې مرستې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې په دې مرستې سره به د ډېرو ښوونځیو د لابراتواري توکو د نشتون ستونزه هواره شي. 
هغه وویل، چې د ۲۷۳ ښوونځیو له جملې د ۱۲۰ ښوونځيو زده کوونکو ته یې د عملي زده کړو لپاره لازم وسایل او امکانات برابر کړي او زده کوونکي ورڅخه عملآ ګټه پورته کوي.
د یادونې وړده، چې پوهنې وزارت په تېرو کلونو کې هم د لوګر د زیات شمېر ښوونځیو لپاره د لابراتوارونو مرستې کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS