د لوګر په ښوونځیو کې د ۲۶۹ مسلکي ښوونکو د ګمارنې پروسه پیل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۱۴:۵۶
د لوګر په ښوونځیو کې د ۲۶۹ مسلکي ښوونکو د ګمارنې پروسه پیل شوه

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر ولایت د نجونو او هلکانو په یو شمېر ښوونځیو کې د ۲۶۹ نارینه او ښځینه مسلکي ښوونکو د ګمارنې پروسه پیل شوه.

یاده پروسه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د لارښوونې له مخې پیل شوه، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

د نوموړې پروسې له لارې، ۲۱۴ نارینه او ۵۵ ښځینه ښوونکي، چې د کانکور ازموینې له لارې د ښوونکو خالي بستونو ته نوي بریالي شوي ګمارل کېږي.

د نوموړو ښوونکو په ګمارنې سره به په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه تر یوه حده هواره شي او هم به د مسلکي ښوونکو په شمېر کې ډېروالی راشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د یو باب ښوونځي جوړولو چارې پیل شوې

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په پایان‌شهر سیمه کې د یوې لیسې ودانۍ جوړولو چارې د ۱۵۹ زره ډالرو په لګښت د سیمې یو تن علم‌پروره شخصیت محترم الحاج خواجه عبدالجبار صدیقي په مالي ملاتړ پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست د علمي او مسلکي پراختیا غړو په یو علمي ورکشاپ کې ګډون وکړ

د لوګر ولایت په پوهنې ریاست کې د مرکز او ولسوالیو د ۳۱ تنو علمي او مسلکي غړو د وړتیا لوړونې په موخه یو ورځنی ښوونیز او میتودیکي ورکشاپ ترسره شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د اسلامي زده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

په لغمان ولایت کې له راستنو شویو کډوالو ماشومانو څخه ازموینه واخیستل شوه

لغمان ولایت ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د ارزونې ازموینو لړۍ په دوام، د یاد ولایت پوهنې ریاست لخوا له ۹۰ تنو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د. . .

BACK TO NEWS