د لوګر په محمدآغې کې د نجونو تړلی ښوونځی بیا فعال شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱ - ۱۱:۲

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د سرخاب د نجونو تړل شوی ښوونځی بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شو. 
یاد ښوونځی تېر کال د امنیتي ستونزو له کبله تړل شوی و، چې یو ځل بیا د پوهنې ریاست،دیني عالمانو او قومي مشرانو په هلو ځلو فعال شو. 
اوس مهال په دې ښوونځي کې له لومړي ټولګي تر نهم ټولګي شاوخوا ۲۱۵ نجونې زده کړې کوي او ښایي دا شمېره لوړه شي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یاد ښوونځي پر بیا فعالېدو خوښي څرګندوي او د سرخاب له اوسېدونکو څخه غوښتنه کوي، چې خپلې لوڼي ښوونځي ته پرېږدي. 
د پوهنې رئیس د سیمې د اوسېدونکو دنده وګڼله، چې د پرانیستل شوي ښوونځي ساتنه وکړي او د خپلو اولادونو راتلونکی له تیارو را وباسي. 
په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شته، چې ټول د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS